IQNA

په مصر کې د «حکومت تلاوت» نومې وړتیا موندونکی پروګرام  خپرېږي

12:32 - November 15, 2025
د خبر لمبر: 3492010
ایکنا -د مصر له سپوږمکيزو چینلونو څخه به د «حکومت تلاوت» په نامې سره پروګرام چې د ترتیل او قرائت د تر ټولو سترو وړتیاؤ موندنې د سیالۍ لپاره ځانګړي شوی، خپرشو.

 ایکنانیوز  د «القاهره ۲۴»  له قوله راپور راکوی، دغه پروګرام د جمعې په ورځ ، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۴ (د لړم ۲۳ ) د الحیاة، CBC، الناس، مصر قرآن کریم او د «watch it» پلیټفارم له لارې خپور شو.

د دې پروګرام د خپرېدو وخت هره اونۍ د جمعې او شنبې په ماښام ۹ بجې دی.

«دولت تلاوت» د مصر د اوقاف وزارت او د «المتحده» په نوم د رسنيزو خدماتو شرکت تر مینځ د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې د دې لپاره تولید شوی چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د تلاوت ځانګړي استعدادونه او غوره قاریان وپېژني.

د دې سیالۍ د جایزو ارزښت درې نیم میلیونه مصري پونډه دی. د ترتیل او قرائت دواړو برخو لومړي کسان به یو ـ یو میلیون پونډ ترلاسه کړي، او د قرآن کریم بشپړ تلاوت به د دوی په غږ ثبت او د «مصر قرآن کریم» په چینل کې خپور شي.

همدارنګه، د دواړو برخو لومړي قاریان به د راتلونکي رمضان په میاشت کې د قاهرې د امام حسین(ع) په جومات کې د جماعت امامت پر غاړه واخلي.

د دغه راپور له مخې، د سیالۍ لومړنیو پړاوونو پراخ هرکلی شوی او له بېلابېلو ولایتونو څخه تر ۱۴ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی.

د ګډونوالو ارزونه په څو پړاوونو کې ترسره شوې، او ۳۲ کسان د وروستیو مرحلو لپاره د یوې علمي او تخصصي کمېټې تر څارنې لاندې، چې د مصر د اوقاف وزیر اسامه الازهري په مشرۍ ده، غوره شوي دي. 

د قاضیانو کمېټه هم له مصر او اسلامي نړۍ د دیني او علمي لوړپوړو شخصیتونو څخه جوړه ده؛ چې پکې شیخ حسن عبدالنبي (د الازهر د قرآن بیاکتنې کمېټې مرستیال)، طه عبدالوهاب (د صوت او قرآني چارو کارپوه)، مصطفی حسني (اسلامي مبلغ) او قاری شیخ طه نعماني شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4315754

captcha